په افغانستان کښي ديرغلي ځواکونوډيرښت به دبشري اواقتصادي تلفاتو سره يو ځاي يوازي ددوي دماتي وخت لږ څه ور اوږد کړي !
   انجنيرسيد عبدالقادر انجنيرسيد عبدالقادر

                                                                   ۲۳ـــ۱ـــ۲۰۱۰          

۱ ـــ ديرغلي ځواکونو داحتمالي وتلو په اړوند دروسيي ددولت او دداخلي لوي جنګ سالارانو او اقتصادي جنايتکارانو غبرګون :

۲ ـــ دلندن دنړيوال کنفرانس رهبري ته يو وړانديز:

داښکاره اوعيني حقيقت  دي چه هر اشغال او يرغل په هره بڼه او هدف چه يو ولس ترپښو لاندي او  يرغمل کوي يي  ،معلومه او طبعي خبره ده چه ژر يا لږ وخت وروسته دهغه ولس دپټ او ښکاره مقاومت  سره مخا مخ کيږي . ګرچه د۲۱قرن امريکايي او ناټويي اشغالونه ، په تبليغاتي او تاکتيکي  لحاظونو  د۱۹ مۍ او ۲۰ مۍ پيړيوداشغالونو سره په يوه  ښکاره توپير باندي مخ ته ځي . هغه داچه دامپريالستي نړي پريوه  یرغلي بيرغ باندي دتروريزم پر ضد مبارزه او پر بل بيرغ باندي دديکتاتوري له منځه وړل اوډموکراسي تامينول ليکل سوي وي ۰  او تر دغو شعارونو لاندي خپلو شوموهدفونو ته درسيد وله پاره يرغلونه کوي اوپه دې لاره کي  دهيڅ نوع بشري او اقتصادي جنايتونو څخه مخ نه اړوي ۰ متاسفانه ددوي سره په دې لاره کي ددوي تر اقتصادي اغيزي لاندي نړيواله اداره ( ملګري ملتونه ) ځيني وخت ددوي سره  څنګ پر څنګ  او ځيني وخت بيا تر شاه په پسي وي  ۰ځکه نو  په داسي پيچلو سياسي جنګي حالاتو کي چه دا يرغمل سوي ولسونه دهرډول بشري او اقتصادي جناياتو سره مخامخ کيږي ، په نړي کښي يي هيڅوک آواز نه آوري ۰ځکه نو دا يرغلونه اواشغالونه  په ډير وحشتناکه بڼه مخ ته ځي او ډيري ناخوالي وشاته پريږدي ۰   چه  ښه مثالونه يي د۲۱مۍ   پيړي په دې   لومړي لسيزه کي پر افغانستان او عراق پر بي ګناه ولي غيور  ولسونوباندي دامريکا او ناټووحشتناکه ير غلونه اواشغالونه  دي ،چه اوس هم ادامه لري ۰

 بايد ووايو چه پر افغانستان باندي دامريکا اوناټو ۸ کلن يرغل اوددوي بشري اواقتصادي جنايتونو نه يوازي دافغان غيور ولس دمقاومت ليکي ټينګي او پراخه کړي ، بلکه ديرغلي حاکميتونو ولسونوهم ددوي په وړاندي سختي سياسي ستونځي جوړي کړي ، او غواړي ددې لاري څخه خپل واکمنان ودې ته اړ کړي چه خپل بچيان دافغانستان ددې مجهول ، بي ګټي ، وحشتناکه او بشري ضد  جنګ څخه راوباسي .

ځکه نو  دامريکا د ولس مشر اوباما څخه نه يوازي دافغان ولس بلکه دناټود هيوادونو ولسونو هيله او اميد هم  دا وو ، چه دافغانستان په هکله دنوي ستراتيژي په اساس کي به يي دافغانستان داوسني لانجي سياسي حل نغښتي او ځاي پر ځاي کړي  وي . ولي دولسونو د هيلو خلاف  اوباما ، وافغانستان ته دنووديرش زرو امريکايي  سمندري ځواکونوليږل په داسي وخت کي امضآ کړل ، چه دوي خپله په ۲۰۰۸ کال کي په  افغانستان کښي دپوځونو دډيرښتونو ( تر دوه چنده هم ډير ) پوره تجربه درلودله ، ولي دښه امنيت دراوستلو پرځاي يي نوي بي امني ،بشري او اقتصادي تلفات دځان سره راوړل ۰که  څه هم  و افغانستان ته  ددې ځواکونو داستولو لړي هم  شروع سوي   ، ولي دناټو دهيوادونو څخه هم دا راز  غوښتنه سوي ده ، چه خپل نور نوي پوځونه  افغانستان ته وليږي ۰ ولي دامريکا له طرفه به  ددې پرو سي پوره تاکيد دجنوري د۲۸ مۍ نيټي په هغه نړيوال کنفرانس کښي وسي ، کوم چه دافغانستان په هکله په لندن کښي  جوړيږي ۰ولي بايد ووايو چه  داکنفرانس به هم دتوکيو،پاريس اونوروهغو تيروکنفرانسونويوتبليغاتي  تسلسل وي ، کوم   چه وافغان ولس ته يي بيله نووزورونو ، ولی  بشري او اقتصادي جنايتکارانوته بيا  دنوو خالي بکسونو دډکولو  څخه بله کومه  نتيجه نه ده راوړي  ۰  ولي که ددې کنفرانس فضادافغانستان دلانجي د سياسي حل پر لاره داسي  خلاصه سي ،چه دکنفرانس ګډون کوونکي وسياسي حل ته سرونه ټيټ اونظامۍ زور زياتي ته نور دپاي ټکي کښيږدي ،  نو په هغه صورت کي به نه يوازي  افغان ولس بلکه د نړيوالو ولسونو به هم دخوښي او استقبال سبب وګرځي ۰ ولي

 داسي معلوميږي چه اوس هم يو شمير امريکايي او ناټويي واکمنان دمرکزي آسيا ه او دکسبين د بحيري د تيلو اوګازو ته دلاس رسۍ او هم  دهند او چين داقتصادي محاصري په خوبونو کي غرق دي ۰اوپه دې لاره کي دخپل پخواني ايديالوژيک رقيب ځاي ناستي یعني روسيه (اوسني  نظامۍ او راتلونکي اقتصادي رقيب ) څخه دکومک داسي غوښتنه کوي ، چه هغه په خپل کور کي محاصره ، پښي او لاسونه يي وروتړي ۰ ځکه نوداسي دسالم تعقل څخه ليري فکرونه يوازي  ويلايسو چه : خواب است ، مهال است وجنون ۰

 ولي دا واکمنان  بيا هم  په افغانستان کي د خپلو پوځونو دډيرښت اوپه اصطلاح دتروريزم پر ضد مبارزي ته تر نامعلوم وخته ادامه غواړي ۰ ولي خوشبختانه دناټويي هيوادونو واکمنان په افغانستان کي ددې مجهول جنګ په وړاندي  دخپلوولسونودداسي سختو فشارونو سره مخامخ دي ، چه کيدلايسي  دولسونو دافشارونه دا کنفرانس تر ډيره حده تر خپلي اغيزي لاندي راولي ۰

ولي دبله طرفه به دانړيوال کنفرانس دنړيوال بي ساري لوي  مالي بحران ( چه تر درو هفتو په کم وخت کښي په اقتصادي لوي  بحران باندي واوښتي )  دمستقيمي اغيزي څخه به هم  ليري پاته نه سي ۰

۱ــــ  بايد ووايو چه داوباما دنوي ستراتيژي هغه برخه چه بايد امريکايي پوځونه د۲۰۱۱ کال دنيمايي  څخه خپله دوتلو لړي پيل کړي ، د يوشميربهرنيو دولتونو  اوداخلي زور واکوو دغبرګونو نو  سره مخامخ سول ۰ دمثال په ډول د ناټو په تړون کي دروسيي استاځي اوهم يو بل روسي ډيپلوماټ  دجنوري په ۱۳ مه نيټه داسي وويل : که ناټوخپلي  قواوي دافغانستان څخه بيله کاميابي وباسي ، دابه دناټو په پاشل کيدو باندي تمامه سي ۰ ولي دبله طرفه په هم دې ورځ دبلخ والي ( لوي جنګ سالار ) په يوه مصاحبه کښي داسي وويل : که امريکا خپلي قواوي دافغانستان څځه وباسي ، افغانستان به بيرته ډيرژر دتروريزم او مخدره موادو په مرکز باندي تبديل اواداري فساد به هم ډير سي ، او غوښتنه يي وکړه چه دا قواوي ( اشغالي قواوي )  بايد دلته پاته سي ۰

غواړم چه ددغودوومصاحبو په هکله لږ څه مکث وکړم ۰ هغه داچه :

دادافغان ولس دملي ګټو ضد پورتني څرګندوني په واقعيت کښي ددوي هغه  ريښتيني ارادې  ښکاره کړي  ، کوم چه دکلونو،کلونو  راهيسي دوي دداسي يوه پيچلي سياسي وضع تږي وه ، څو دداسي پيچلي سياسي ، جنګي حالت  په نتيجه کي دوي خپلوهغوناروا ګټو ته ځانونه  ورسوي ، کوم چه په هغه کي  دافغان ولس بربادي دليري پکښي څرګنده ده ۰ بايد ووايو چه دروسيي ګټې په دې کي دي ، چه دامريکا پښي په هغه لومه کي نوري هم ټينګي بندي سي ، کوم چه ۸۰ يمه لسيزه کي دپخواني شوروي  اتحاد پښي پکښي  بندي سوي وي ۰ ځکه هرڅونه چه امريکا په دې لومه کي بنده پاته سي ، په هغه اندازه به ژرتر ژره روسيه خپل اقتصادي حالت جوړ اودابرقدرتي وبيرغ ته به دخپلو ملګرو سره يوځاي  ځانونه ورسوي ۰ ځکه نو  روسيه به  دناټوپه ځانګړي توګه دامريکا  سره خپل هغه تړون نور هم ټينګ او عملي کړي ، کوم  چه د روسيي اود مرکزي آسيا دځينو هيوادونو دلاري څخه په افغانستان کي  ددوي قواووته  لوجيستيکي او په راتلونکي کي بيا دنظامي ټوکو اکمالات تامينوي  ۰ او داسي معلوميږي چه په دې کي دروسي څوجهته ګټي نغښتي دي :

 لومړي ـــ هغه اقتصادي ګټي چه د ځينو خوراکي اوهم استهلاکي موادو دپلورلو او  ددې اکمالاتو درسيدو په نتيجه کي  يي دوي  تر لاسه کوي ۰

 دوهم ــ دناټوتړون ته يي  دپخواني شوروي اتحاد دځينو  هيوادونود ور تګ منع کول ۰ 

دريم ــ په پوليند کښي دامريکايي راکټونود نصبولولودپروسي  وتعويق ته اچول ۰

 

داهم بايد ووايوچه امريکا  پر افغانستان باندي ديرغل دلومړي ورځي څخه خپل لاسونه پرافغاني بشري او اقتصادي  جنايتکارانو اوخپلو تربيه سووغربي  تیکنوکراتانو  باندي ايښي وه  ، کوم چه يو ځل هغوبشري اواقتصادي جنايتکارانو افغانستان دبربادي وکندي ته ورپوري وهلي اوملي شتمني يي چور او چپاول کړي وه ۰ ولي  په دې امريکايي يرغل سره دوي بيا ځيني دغارونو اوځيني دنورو هیوادونو څخه راووتل ،اوداځل بيا دې جنايتکارانودغربي افغاني تيکنوکراتانو سره يو ځاي ،دا ولس ددوهم ځل له پاره يرغمل او په ګډه سره ددې يرغمل سوي ولس  پر غير منقولو ملي شتمنيو باندي دناټو په زور اود کرزي په مستقيم کومک او دده ترږيري لاندي لاسونه راوګرځول ، او ورځ په ورځ هر څه چه ددوي خوښ او په ګټه يي وي ، دملت دنامه څخه يي ليري کوي ، او پر خپلو نومونو باندي يي په غير مشروع ډول قباله کوي ۰ چه دا دښکاره غلا لړي يي اوس هم ادامه لري ،چه ددې لاري څخه دې اقتصادي جنايتکارانو په غير مشروع ډول ځانونه دلس هاوو او سل هاوو ميليونو ډالرو خاوندان اودملي تجارانو نومونه يي پر ځانونو باندي کښيښول ۰او دوي دا خپل اقتصادي جنايات او ښه ژوند په واقعيت کښي  ديرغل تر سيوري لاندي ويني ، وطن او استقلال ودوي ته کوم ځانګړي اهميت نه لري ۰ ولي ديادولووړ خبره ده چه دځينو نړيوالو جمعي رسنيو څخه داسي معلوميږي ، چه  يو شمير افغاني اقتصادي جنايتکاران چه په عربي نړي ، په خانګړي توګه په ډوبي کښي پانګه اچونه کړي وه ، دافغان ولس دزورونو له کبله  پاک خداي ( ج) دا جنايتکاران هم  په  دې لوي نړيوال مالي او اقتصادي بحران کي سخت وټکول ۰ ولي دوي دافغان ولس له بيري نه ځانونه پټه خوله نيولي  ، او هيڅ ږغ او شکايت يي نه پورته کيږي ۰

۲ ـــ دلندن دنړيوال کنفرانس رهبري  ته يو وړانديز :

کشکي په ۱۹ مو او شلموپيړيوکښي زموږاجدادوپر افغانستان باندي ديرغلي لښکرو تر ماتو وروسته دهغو لښکرو د پاته سوو بوټونواوجنګي مهماتوڅخه  يو موزيم جوړ کړي  واي ، نن به ستاسو ټولو له پاره ددې ملت دغيرت او سرتيرني عيني لمسي انځور واي ، اوتاسو به ددې ملت په هکله په  ډير څه پوهيدلي او ډير څه به موځيني زده کړي واي ۰ ولي متاسفانه چه داسي موزيم نن  په دې وطن کي  شتون  نلري۰ ولي  بيا هم تاسو  کولايسي چه ددې غيورولس تاريخ يوازي نيژدي ددووپيړيو څخه يا دابدالي ستر احمدشاه څخه شروع بيا ستاسو ددې ۸ کالو تر يرغل پوري په لږ دقت سره  يي پاڼي راواړه وي  ،تاسو ته به ددې ملت هغه سرشاره مينه چه دخپل وطن داستقلال سره يي لري ښکاره درته په ګوته سي ۰

بايد ووايو چه ددې ملت غيرتي مقاومت دشلمي پيړي په سر او پاي کښي ټولو نړيوالو وليد ، هغه داچه لويه برتانيه په برتانيه او اتحاد جماهيرشوروي يي په روسيه باندي تبديل کړل ۰

ولي متاسفانه چه  نن بيا تاسو ددې ملت  سره  دمقابلي په ازمون کښي قرارلري  ۰     ولي ددې مقابلي  نښي نښاني داسي ښکاره کوي ۰ چه تاسو ددې ازمون څخه يوه دکاميابي لاره لري او بس ، هغه داده  چه  دجنوري د۲۸ نيټي دلندن په نړيوال کنفرانس کښي ددې ازمون پاي داسي اعلان کړي ، چه دپوځي بي ځايه جنګ پر ځاي ، دسياسي حل غوښتنه دافغانستان دګوډاګي دولت ومسلحانه مقاومت  ته ، بيله کوم قيد اوشرط اعلان کړي ۰ ځکه وسله وال مقاومت په اوس  مهال کي  خپل ځان دارګ ودروازي ته نيژدي کړي ، چه ښه مثالونه يي دسينا پر هوټل ، دعدليي پر وزارت او دجنوري پر ۱۸ مه فروشګا ه بزرګ افغان اونورو ارګ ته نيژدي ساحوکي ددوي بريدونه وه ۰ ځکه نو دابه وتاسو ته ډير ښه فرصت وي ،چه تاسو به يي د ناکامۍ دلاري څخه راګرزولي ، اونه يوازي دافغان ولس بلکه  دخپل ولس دهيلو سره به مو هم  سم قدمونه اخستي وي ، چه په پايله کي به يي نه يوازي په افغانستان بلکه په منطقه کښي به هم دصلح بيرغ ورپيږي ۰  لکه تاسو ته چه خپل يو پخواني ملګري او ليکوال ( ويليم آرـــ پولک ) هم  دافغانسنتان له پاره دنوي ستراتيژي دجوړولو پر وخت دخپل ليک په يوه برخه کښي داسي درته لیکلي وه :( ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي ، خوځيني بيا په دې پلمه بيرته وزي ، چه ګواګي نور خپل هدف ته ورسيدل ،او دپاتيدو اړتيايي نسته ۰ زه باور لرم چه امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل هدف ته درسيدو فرصت لري۰ اودليکني په بله برخه کي بياداسي مخ ته ځي : داخو خوراپڅ فکر دي چه بغاوت په يوه هيواد کي داشغال کوونکو دلاس پوڅي حکومت په راوستلو پاي ته ورسيږي ۰ داهم په افغانستان کي دبرتانيويانو او پخواني شوروي اتحادتجربه ده ،او هم په ويټنام دامريکا او الجزاير کي دفرانسي ۰ )  اوس نو ددې هدف دپاره   بايد يو نړيوال کنفرانس راوبلل سي ، او ودې کنفرانس ته داسي  ديوه  ريښتيني سياسي حل ميکانيزم چه دخلګو دريښتيني ارادې منعکس کوونکي وي وړاندي سي ، کوم چه دهغه  په نتيجه کښي افغان ملي ګټو ته وفاداره لنډ مهاله اداره جوړيږي ،  ددې  نړيوال کنفرانس په تشکل کښي بايد  دافغانستان داوسني دولت او وسله وال مقاومت استازي ، يو شمير پاک محلي شخصيتونه او هم يو شمير په داخل اوبهر کښي پر وطن مين  مستقل سياسي کارپوهان اود ملي ډموکراټيکو ګوندونو استازي ګډون پکښي ولري ۰

   اخځ : دلراوبر ويب پاڼه ۰                                                                  

                                                                                 تمت باالخير


January 24th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات